برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۶ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

له افغانستانه څخه د امریکايي پوځیانو له وتلو ملاتړ

آریانانیوز: دملټري ټایمز خبري سایټ له راپورله مخی د هغې نظرپوښتنې نتایج چې د امریکې د اندیښمنو پخوانیو پوځیانو له خوا ترسره شوې، ښودنه کوي چې په دغې نظرپوښتنې کښې ګډون کونکو ۷۳ فیصده پخوانیو پوځیانو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بشپړې وتنې ملاتړ وکړ.
د دغې ډلې اجرايي مدیر نِټ انډرسن وویل: له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو د ملاتړ زیاتیدل په دغه هیواد کښې کابو له دوو لسیزو څخه د ستومانۍ نښه ده.
امریکې او انډیوالانو یې په ۲۰۰۱ کال کښې په افغانستان کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امنیت تامینولو په پلمه په دغه هیواد حمله وکړه خو له هغه وخت راهیسې په افغانستان کښې ناامني، ترهګري او د نشه ایزو موادو تولید زښت زیات شوی دی.
د افغانستان خلکو او چارواکو هم په خپل هیواد کښې د امریکې به مشرۍ د بهرنیو پوځیانو د شتون په دوام باندې په کراتو نیوکې کړې دي او د هغوي د وتلو غوښتونکې شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي