برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له افغانستانه د امریکایانو د وتلو غوښتنه

د پکتیا په مرکز ګردېز کې لسګونو تنو په کندوز کې د شوې بمبارۍ په غبرګون کې لاریون وکړ.



دوی چې له ځانونو سره د ټرمپ چليپا شوی تصویر او ځينې شعارونه لېږدول له افغانستانه د امریکایانو د وتلو غوښتنه کوله.
لاريون کوونکي چې د پوهنتون محصلین او عام ځوانان و، د امریکا او افغان حکومت پر ضد شعارونه ورکول.
دوی د دشت ارچي بمباري نه بښونکی جرم وګاڼه او پر امریکا يې غږ وکړ، چې له افغانستان پښې سپکې کړې.
د لاریون یو تن ګډونوال عبدالله له رسنیو سره پخپلو خبرو کې وویل، د امریکا او افغان حکومت له لوري په بمباريو کې ديني علما او ماشومان په نښه کېږي، چې نور د زغم وړ نه شي کېدلی.
د اسدالله په نوم یو بل تن وویل، حکومت باید د دا ډول پېښو مخه ونیسي او په وينا دا هیڅ افغان ته د منلو نه ده.
تېره دوشنبه په دشت ارچي کې د دستاربندۍ پر مراسمو بمبار کې شاوخوا ۳۵۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته، چې توند غبرګونونه يې راوپارول.
ځينو سرچينو د افغان عسکرو له لوري د څو تنو لاریونوالو د زنداني کېدو خبر هم ورکړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي