برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۹ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

قدس او دفلسطین مظلوم ولس ته بې پامی

نن په کابل کې د قدس د ورځې او اسلامی اخوّت په مناسبت په سیمنار کې چې په سلګونو دینی عالمانو ،فرهنګیان، سیاسی ، جهادی او پوهنتونی شخصیتونو او ښاریزو ګډون د رلود، ویناوالو دفلسطین له مظلوم ملته داسلامی امت په تیره بیا دافغانستان د خلکو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
دافغانستان  د اخوت اسلامی شورا   مشر مولوی حبیب  ا… حسام   په دغو دستورو کې ووئیل ،   قدس او دفلسطین  مظلوم ولس ته د  مسلمانانو  بې پامی   له نړیوال استکبار ا و  صهونیست رژیم سره  دیولاس کیدا په معنا ده .
هغه  دبشری حقوقو د  دفاعی  اورګانونو   په دوه مخی  چلند په سختو نیوکو سره  ووئیل ،  نړیوالې ټولنې او دبشری حقوقو  موسسې  د بې دفاع  فلسطینیانو  په عامې وژلې او  اوجنایتونو کې د وحشیۍ صهونیسټی رژیم  په نسبت  بې پروا دی .
په دغه سیمنار کې ګډون کونکو   د یوه پریکړه لیک  په صادرولو سره   بیت المقدس  ته د  امریکا د سفارت  منتقلول  محکوم کړی او دا ئې داسلامی  امت په ضد  یو جنایت بللی دی .
په د غه سیمنار کې وینا والو   له امریکا او صهونیست رژیم سره  د سیمې د ځینو هیوادونو په تیره بیا د عربستان   یو لاس کیدا  هم په سخته محکومه کړه .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي