برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

غوراوي سیالۍ: افغانستان ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

افغان ملي لوبډلې ویسټ انډیز لوبډلې ته په غوراوي سیالۍ کې ماتې ورکړه.
د سوپر سیکس پړاو لومړۍ سیالۍ کې افغانستان ویسټ انډیز ته د درې ویکټو او ۱۴ توپونو په توپیر ماتې ورکړه.
لوبه کې پچه ویسټ انډیز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، دوی په ۵۰ اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدلو ۱۹۷ منډې جوړې کړې.
د افغانستان لخوا مجیب ځدراڼ ۳، محمد نبي ۲، راشد خان او شرف الدین یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.
په ځواب کې افغانستان لوبډلې که څه هم پېل ښه نه و خو وروسته د محمد نبي او رحمت شاه په ملګرتیا، او د سمیع الله شینواري او رحمت شاه په ملګرتیا ټاکلي هدف ته رسېدل اسانه کړل.
چې په پای کې د شرف الدین په څلوریزه افغانستان بریا خپله کړه.
ددوی لخوا رحمت شاه یوځل بیا ښه وځلېد او ۶۸ منډې یې جوړې کړې، همدا ډول نبي ۳۱ او سمیع شینواري ۲۷ منډې جوړې کړې.
د ۲۰۱۹م نړیوال یو ورځیني جام اتلولیو ته لار موندلو لپاره افغانستان باید خپلې درېواړه لوبې وګټي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي