برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۸ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

عمران خان په افغانستان کی

آریانانیوز: د پاکستان د راډیو له ننی راپور سره سم د پاکستان لومړی وزیرعمران خان او د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد په اسلام اباد کښې د افغانستان د سولې د بهیر په هکله په تفصیل سره خبرې کړی دی .عمران خان زیاته کړه د افغانستان کړکیچ پوځی حل لاره نلری ، پر دې اساس پاکستان په افغانستان کی د دوامدارې سولې لپاره د هر ډول نوښت ملاتړ کوی .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له زلمی خلیل زاد سره په کتنې کښې وویل اسلام اباد په افغانستان کښې د سولې د راوستلو لپاره کلکه اراده لری او زیاته یې کړه د افغانستان د شخړې د ختمولو لپاره د موجودو خنډونو ختمول ضروری دی .
عمران خان وویل ټولو خوا ته په افغانستان کښې د تاوتریخوالی د ختمولو لپاره د عملی اقداماتو د ترسره کولوضرورت دی .
هغه وویل په افغانستان او سیمه کښې پایداره امن ، ثبات او پرمختګ د پاکستان په ګټه دی او پاکستان د مخلص دوست او د اسانتیا د برابرونکی په توګه د رول لوبولو ته تیار دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي