برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۹ آذر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

عبداللطيف پدرام: له امريکا څخه د خیر تمه کول حماقت دی

آریانانیوز: عبداللطیف پدرام ویلي، امریکا د افغانستان او سیمې په سوله او ثبات کې هېڅ نقش نه لري او له امریکا څخه د خیر تمه کول حماقت دی.


د افغانستان د ولسی جرګې پخوانی غړی عبداللطیف پدرام وویل: امریکا په افغانستان او سیمه کښې د سولې، ثبات، سوکالي، عدالت او ازادۍ په راوستلو کې هیڅ نقش اوهدف نه درلود او هیڅکله به یې ونه لری.

پدرام زیاته کړه: امریکا تل د شرارت او بحران د رامنځته کولو په لټه کې ده او له امریکا څخه د خیر تمه کول حماقت دی.

عبداللطیف پدرام له افغانستان سره د اوکراین د اوسنی وضعیت له پرتله کولو وروسته وویل چې د دواړو هېوادونو اوسنۍ جګړه پر امریکا د باور پایله ده.

شریک یي کړئ!