برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ اسفند , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

طالبانو په رفح ښار دصهیونیسټ رژیم حملې وغندلې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په رفح ښار باندې د اسرائیلو د حملو په غبرګون کښې د اسرائیلو جنایتونه په کلکه وغندل.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په غزه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د دوام او د غزې په جنوب کښې په رفح ښار باندې د دغه رژیم د وحشیانه حملو په غبرګون کښې د اسرائیلو جنایتونه په کلکه وغندل او له اسلامی هیوادونو او بشری حقوقو یې وغوښتل چې په غزه کې د نسل وژنې د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي.

په بیانیه کښې راغلی دی چې د فلسطین د غزې تړانګې په شمال او جنوب کښې له څلورو میاشتو وحشیانه حملو وروسته صهیونیسټی تیریګرو پرون په رفح ښار باندې وحشیانه حملې وکړې چیری چې شاوخوا یو نیم ملیون فلسطینیان چې اکثره یې ماشومان او ښځې دي د بمباریو او جګړې له وېرې پناه اخیستې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې په غزه کې د نسل وژنې دوام نړیوال نظم او ارزښتونو ته جدي پوښتنې را ولاړې کړي دي او دا د پېړۍ نسل وژنه به د نړیوالو سازمانونو او بشري کنوانسیونونو ضعیف اعتبار نور هم له منځه یوسي.

اعلامیه زیاتوي: طالبان د نړۍ له ټولو بانفوذه هېوادونو، اسلامي هېوادونو او د بشري حقونو پر بنسټونو غږ کوي چې په غزه کې د عام وژنې مخه ونیسي او د اساسي حل لپاره دې جدي اقدام وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي