برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبانو ته ښکنځلې کوونکی تن ژوندی ونيول شو

آریانانیوز: طالبانو هغه افغان فيسبوک کاروونکی نيولی دی چې په ټولنيزو رسنیو کې به يې طالبان يهوديان بلل او د هغوی په خلاف به يې تبليغات او سپکې کنځلې کولې.


عبدالولي چې په جار قلم جار يې شهرت وموند له څه مودې راهيسې يې په فيسبوک کې په ژوندۍ بڼه د طالبانو په اړه بحثونه کول، طالبان يې يهوديان او د اسلام ضد بلل او په دې اړه به يې له نورو خلکو سره بحثونه کول.
عبدالولي چې د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی دی د کويټ په هيواد کې مزدوري کوي او څه موده وړاندې خپل کور ته راستون شوی دی.
عبدالولی په ټولنيزو رسنيو کې قلم په لاس راڅرګندېده او ويل به يې چې له طالبانو يهوديانو سره د قلم په طاقت مبارزه کوي او راچپه کوي به يې.
د فيسبوک ډيری فعالانو به د عبدالولي دغه اقدام ته د تمسخر او ټوکو په توګه کتل او له هغه سره به يې د څو شيبو ساعت تيرۍ له پاره وخت تيراوه او یا به هم د طالبانو په پلوۍ د خلکو له سختو ځوابونو او غبرګونونو سره مخ شو.
طالبانو دغه سړی نن سهار د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې نيولی دی.
په هغو ويډيويي صحنو او انځورونو کې چې د زرمت د سيمه ييزو طالبانو له لوري په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي دي، عبدالولي په يو جومات کې کينول شوی ښکاري او طالبان پرې توبې وباسي.
عبدالولي طالبانو ته ويلي دي چې غلطي يې کړې ده چې له طالبانو پسې يې خبرې کړي دي او بيا به داسې کار نه کوي.
هغه زياتوي چې مازغه يې کار نه کوي او څه يې چې ويلي دي هغه وخت کې يې مازغو کار نه کاوه.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم هغه څوک چې د طالبانو پر خلاف په مجلسونو او ديرو کې بحثونو کړي دي او په طالبانو به يې نيوکې کولې، د طالبانو له لوري نيول شوي دي.
د ټولنيزو رسنيو فعالانو په دومره عاجله توګه د طالبانو له لوري د عبدالولي نيولو ته حیران شوي دي، خو ځينې فعالانو ويلي دي چې داسې ښکاري چې عبدالولي دماغي ناروغ لري او له طالبانو څخه يې هيله کړې ده چې بايد خوشي يې کړي.
تر اوسه د عبدالولي د نيول کېدو په اړه د طالبانو رسمي سرچينو څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ!

  1. عرفات دلسوز سوله مل :

    دا سړى دماغى مريض ده يو څوك چې داسي بد رد وايي هغه هيڅكله هم کور ته نه ځي خومع معلومه دا ده چي سړى مريض ده يو ځل مخکى هم ده دوى لخوا اسير شوي ده دنده دنده يي په ميلى پوليسو سره کوله خوب بيا دکلى دمشرانوپه همکارى راخوشى شو هتمن ځورېدلى ده ځكه داسې بد در وايي