برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۵ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

طالبانو بالامرغاب ولسوالۍ کې پنځه پوستې او ۲۱ عسکر نيولي

آریانانیوز: دیوراپورله مخی طالبانو د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ يو ځل بيا بريدونه کړي دي او ددې ولسوالۍ پنځه امنيتي پوستې يې نيولي دي.


د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمد وايي چې طالبانو تيره شپه په يادې ولسوالۍ له څلورو لوريو بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې پنځه پوستې سقوط کړي دي.
احمدي زياتوي چې د تيرې شپې په بريدونو کې ګڼ شمير وسلې او مهمات هم نيول شوي دی او ۱۲ تنه عسکر وژل شوي دي.
نوموړی زياتوي چې د تيرې شپې په بريدونو کې د پنځو کمانډويي عسکرو په ګډون ۲۱ تنه دولتي سرتيري هم نيول شوي دي.
هغه په خپل ټويټر پاڼه د نيول شويو دولتي عسکرو او له هغوی څخه د نيول شويو وسلو او مهماتو انځورونه هم خپاره کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي