برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۸ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

شهید عبدالعلي مزاري تلین غونډې ته څېرمه پرلپسې چاودنو ۳ تنه وژلي ۲۲ نور ټپیان شول

آریانانیوز: د عامې روغتیا وزارت وایي چې په دې پېښه کې تر اوسه درې تنه وژل شوي او د دریو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۲۲ تنه نور ټپیان دي.


په ورته وخت کې کورنیو چارو وزارت وایي پر یاده غونډه هاوانونه توغول شوي دي او هغه سیمه د امنیتي ځواکونو تر کلاندي لاندې ده له کومه ځایه چې توغندي را توغول شوي وو.
د کابل په دشت برچی سیمه کښې د شهید عبدالعلی مزاری د تلین په مراسمو کښې د ملی وحدت دحکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله ، پخوانی ولسمشر حامد کرزی او یوشمیر نورو مهمو سیاسی او حکومتی چارواکو ګډون درلود .
د افغانستان دولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو کاندید حنیف اتمر هم په دغه غونډې کښې موجود وو هغه روغ رمټ وتلی خو اته(۸) وسله وال ساتونکی یې برسیرن ژوبل شوی دی.
ویل کیږی د کابل په دشت برچی سیمې ننې حملې کښې د ولسمشرۍ دانتخاباتو کاندید عبدالطیف پدرام هم ژوبل شوی دی .
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت سرپرست نصرت رحیمی هم وویل چې یو حمله کونکی وژل شوی او نور ټروریسټان دپولیسو لخوا کلابند شوی دی .
داعش ترهگري ډلې د کابل دننۍ ترهګرې حملې مسولیت پرغاړه اخیستی

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي