برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۱ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

شنونکي: ورځ تر بلې زياتېدونکې نا امني او فساد به ټاکنې ګډې وډې کړي

آریانانیوز: افغانستان کې د ولسي جرګې د ټاکنو له رانژېدو کېدو سره په ټول هيواد کې نا امنۍ او د ټاکنو په پروسه کې د فساد او درغلۍ بحثونه زیات شوي دي چې په اړه يې شنونکي د ټاکنو د ګډوډېدو خبره کوي.


طالبانو هم څو ورځې وړاندې په يوه اعلاميه کې ټاکنې د امريکا پروژه وبلله او په ولس يې غږ وکړ چې د ټاکنو په پروسه کې له برخې اخیستلو ډډه وکړي.
په افغانستان کې بيلابيلو سياسي ګوندونو او شخصيتونو د تاکنو د ترسره کېدو په اړه انديښنه ښودلې ده او وايي چې نا امني او په ټاکنيز بهير کې د ممکنه درغلۍ له امله به دغه ټاکنې ګډې وډې شي.
د مشرانو جرګې غړی رحمت الله اڅکزی وايي چې موږ په دې باور نه لرو چې دا ټاکنې دې شفافې او عادلانه وي.
هغه وايي چې په دې ټاکنو کې د حکومت له مشرانو نيولې، د ولايتونو واليانو او قومندانانو په ګډون ډير خلک دي چې د ټاکنو په بهير کې لاسوهنه کوي چې همدا د ټاکنو د ګډوډېو لامل کيدلای شي.
د ولسي جرګې بل غړی جمن شاه اعتمادي وايي چې په هيواد کې د طالبانو ګواښونه او نا امني به هغه څه وي چې راتلونکې ټاکنې به له ناکامۍ او ګډوډۍ سره مخ کړي.
د ولسي جرګې غړي وايي چې په ټول افغانستان کې د ټاکنو پروسه نه شي ترسره کيدلای او ټاکنې به يوازې د ولايتونو تر مرکزونو پورې محدودې وي.
شنونکي وايي د ټاکنو په بې طرفۍ شک، فساد او درغلي، امنيتي ننګونې او د بايو ميټرک سيستم څخه په ناسمه توګه استفاده هغه څه دي چې د ټاکنو د ګډوډېدو لامل کيدلای شي.
د مشرانو جرګې غړی لطيف نهضتيار وايي چې د بايوميټرک سيستم شفاف نه دی او هغه خلک چې ددغه سيستم د استعمال له پاره ګمارل شوي دي په دومره لږ وخت کې روزنه ورکول هم ناممکن دي او د افغانستان خلک په داسې حالت کې د ټاکنو له پاره انديښنې لري.
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ټاکنو له پاره امنیتي او د حکومت په داخل کې ډېرې ننګونې شته دي چې ډیری خلک په دې نظر دي چې په داسې شرایطو کې به ټاکنې په سمه توګه ترسره نه شي او ياهم د بيخي نه ترسره کېدو اندیښنې موجودې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي