برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۷ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

شجاعي ټپي او د مرستيال په ګډون يې ۲۰ اربکيان وژل شوي

آریانانیوز: د روزګان ولايت د اربکيانو مشر حکيم شجاعي د طالبانو په بريد کې ټپي شوی او د مرستيال په ګډون يې ۲۰ تنه اربکيان وژل شوي دی.


دغه مرګ ژوبله تيره شپه د خاص روزګان ولسوالۍ اړوند د کندلان او جنګه ريغ په سيمو کې هغه مهال رامنځته شوه چې طالبانو په حکيم شجاعي او د هغه په اربکيانو بريد وکړ.
که څه هم طالبانو په دغه پيښه کې د ۸ تنو اربکيانو د وژلو او ۶نورو ژوندي نيولو ادعا کړې وه خو له سيمې څخه ځايي سرچينې وايي چې په دغه برید کې خپله حکيم شجاعي ټپي شوی او د مرستيال په ګډون يې ۲۰ اربکيان وژل شوي دی.
طالبانو په دې جګړه کې د څو ميله سپکو او درنو وسلو د نيولو خبر هم ورکړی دی.
حکيم شجاعي په روزګان ولايت کې يو له ظالمو او خپلسرو قومندانانو له ډلې څخه دی چې د سيمې خلک يې له ظلمونو څخه سرټکوي او څو ځلې يې په خلاف د ولسونو له لوري غږ پورته شوی دی خو نوموړي د خپلو پلویانو په واسطه هغه خلک ترور کړي دي.
د نوموړي په اړه ويل کيږي چې شخصي زندانونه لري او له ځايي خلکو سره په بدچلند، ځورولو او د خلکو د شخصي شتمنيو په لوټلو تورن دی.
تر اوسه په دې اړه د روزګان امنيتي چارواکو څه نه دي ويلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي