برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سړي تښتونه او وسله والو غلاوو یوه درې کسیسزه ډله ونیول شوه

آریانانیوز: د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي” دغې ډلې څو ورځې مخکې د کابل له تیمور شاهي سیمې یو ماشوم تښتولي وو او د دې تښول شوي ماشوم په بدل کې یې د هغه له کورنۍ څخه ۳۰۰ زره ډالر غوښتي وو. تښتول شوی ماشوم د دغې بې رحمه ډلې د شکنجې په پایله کې د مرغومې په ۱۷ مه وژل شوي دی”.
اعلامیه زیاتوي چې دغه جنایت کاره ډله تېره شپه د سلواغې په ۱۳ مه د کابل امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر ضد منسوبینو له لوري د یو لړ عملیاتو پر مهال د کابل په پنځمه ناحیه کې نیول شوي دي.
د دغې اعلامیه له مخې نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او په کابل کې یې د نورو څو جرمي پیښو پلانونه او مسولیت هم منلی دی، له دغو سړي تښتونکو څخه نورې څېړنې او ګرویږنې رواني دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي