برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۱ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

سپینه ماڼۍ اوس هم دافغانستان څخه وتلو لپاره ستراتیژۍ نلری

آریانانیوز: د امریکا د پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاد او څیړاند ډانیل سیرور(Daniel Serwer ) وویل سپینه ماڼۍ اوس هم د افغانستان له ډیر لګښته او اوږد جنګ څخه د وتلو لپاره ستراتیژۍ نلری .
هغه د افغانستان له جنګ څخه د وتلو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ستراتیژۍ په جاجولو سره وویل هغه په دې هکله کوم کوټلی سیاست نلری .
د امریکا د جان هاپکینز پوهنتون د نړیوالو پرمختللیو مطالعاتو په ښوونځی کښې د جنګ د مدیریت د پروګرام مدیر(director of the Conflict Management) ډانیل سیرور وویل افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ سفر او د خپل هیواد له پوځیانو سره دهغه کتنه له سیاسی مشکلاتو او داخلی نیوکو څخه د تښتې لپاره وه ځکه چې ټرمپ هیڅکله په جنګ کښې له ښکیلو عسکرو سره کتنه نه وه کړی .
هغه وویل په بګرام هوایی اډې کښې د امریکا له عسکرو سره د ولسمشر ټرمپ کتنه په اساسی ډول په داخلی انګیزې سره وه او د افغانستان له بدلونونو سره یې هیڅ تړاو نه درلود .
د امریکا دپوهنتون دغه استاد ډانیل سیرور بیا ډاګینه کړه د افغانستان او له طالبانو سره دخبرواترو په هکله د ولسمشرټرمپ او د هغه د سلاکارانو ترمینځ هیڅ ډول غږملتیا نشته .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي