برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سولې د هېواد د سياسي نظام او اساسي قانون په چوكاټ كې

آریانانیوز: سرور دانش چې پرون یې په کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله؛ وویل: د سولی هر ډول هوكړه بايد د هېواد د سياسي نظام او اساسي قانون په چوكاټ كې وشي.


هغه د طالبانو د ادعا پرخلاف، زیاته کړه، د افغانستان موجوده اساسي قانون له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې نه دی، خو که بیا یې هم تعدیل ته اړتیا وي نو دا تعدیل باید په یو مناسب وخت کې ترسره شي.
هغه پر طالبانو ږغ وکړ چې باید له شرط پرته له جګړې لاس واخلي، اوربند ومني او له حکومت سره د مذاكراتو له لارې خپلې غوښتنې مطرح كړي.
دانش که څه هم د سولی په برخه کې د زلمي خليلزاد کوششونه وستایل، خو په عین حال کې یې زیاته کړه چې دا ډول خبرې هیڅ پایله نلري، ځکه چې د افغان حکومت له ګډون پرته صلحه نه شي کیدی.
د افغانستان د ملي وحدت حکومت دغه لوړ پوړی چارواکی دا څرګندونې په داسې حال کښې کوي چې ټاکل شوې راتلونکې دوشنبه یعنې د روانې میلادي میاشتې پر 25 نیټه په قطر کې د امریکایي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د خبرواترو دویم پړاو پیل شي او اټکل کیږي چې پر یولړ اساسي مسائلو به هوکړې ته هم سره ورسیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي