برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۶ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په صحی برخه کې د چین د مرستو لومړنۍ جوپه

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس له افغانستان سره د کورونا ناروغي د مخنیوي په برخه کې د چین د مرستو لومړنۍ جوپه کابل ته راورسېده
په دغه مرسته شویو توکو کې له کورونا سره د مبارزې لپاره اړین مواد شاملوو، چې د چین د سفیر له لوري د اشرف غني د دویم مرستیال سرور دانش ته تسلیم شول
په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د خپل هیواد د مرستو د تسلیمولو په مهال وویل، چې دا توکي به له کورونا سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي
د کورونا ناروغي، چې په افغانستان کې ورځ تر بلې پراخېږي، تر دې دمه یې ۲۳۹ مثبتې پېښې ثبت شوې او په ګڼو ښارونو کې په تګ راتګ محدودیتونه وضع شوي.

شریک یي کړئ!