برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۸ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سرحدي ځواکونو ته د تیارسئ امر

دفاع وزارت وايي په خوست کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ له جګړې وروسته يې د تیارسئ امر کړی دی.


محمد رادمنش چې له دولت وزيري وروسته د دفاع وزارت مطبوعاتو سرپرست دی وويل افغان ځواکونو ته يې امر کړی چې «په مېړانه دفاع وکړي.
د خوست په ځاځي میدان کې د نازو غر او جنډو غر په سيمه کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو تر منځ نښته کې د خوستي چارواکو په وینا یو افغان عسکر او ولسي وګړي وژل شوي او شپږ پاکستاني عسکر وژل شوي دي.
پاکستاني سرچينو د خپلو دوو عسکرو د وژل کېدو او پنځو نورو ټپي کېدو منلي دي.
د خوست سرپرست امنیه قومندان عبدالحنان وايي لومړی پاکستاني عسکرو تېری وکړ، چې افغان عسکرو يې يوازې ځواب کړی دی.
پاکستاني ځواکونه وروسته له هغه دا اقدام کوي چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې په کابل کې پاکستاني لومړي وزیر د دواړو هېوادونو تر منځ د ځمکنۍ بشپړتیا متقابل احترام ساتلو ژمنه هم وکړه.
تېره اوونۍ هم پاکستاني ځواکونو پر کونړ توغندیز بریدونه وکړل، چې د ځايي چارواکو په وینا یو تن پکې ووژل شو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي