برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۶ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

زموږ غوښتنې ونه منل

د عبدالله عبدالله د دفتر ویاند قهارعابد وايي، د تېرې ورځو ناستو کې غني زموږ غوښتنې ونه منلې، نو ځکه ناستې بې پایلې پای ته ورسېدې
هغه وویل چی ګډه غونډه وشوه او پای ته ورسېده. په دې غونډه کې د سیاسي جوړښت تغییر چې زموږ له‌خوا مطرح شو، د ښاغلي غني له‌خوا ونه‌منل شو، ځکه نو غونډه بې‌نتیجې پای ته ورسېده
که څه هم د عبدالله د دفتر ویاند هغه غوښتنې نه دي مطرح کړي، چې عبدالله له غني کړې، خو تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» ددوی دواړو له ناستو ناهیلی ولاړ، د قطر دفتر ته یې مخه کړې او هلته یې د طالبانو له سیاسي مرستیال «ملا برادر اخند» سره ولیدل
ورپسې یې د یوې اعلامیې له لارې جوړجاړي ته د عبدالله او غني نه رسېدل کلک وغندل، یو میلیارد ډالر مرسته یې بیرته وګرځوله او په راتلونکې یې د نورو مرستو د ګرځولو ګواښ هم وکړ
د پمپیو له قوله، جوړجاړي ته د غني او عبدالله نه رسېدل د امریکا ملي ګټو ته ګوښ دی او د هغي توافقنامې خلاف دي، چې امریکا ناټو او کابل ورباندې موافقه کړې وه
په ورته وخت کې پمپيو له توافقنامې سره سم د خپلو ځواکونو په ایستلو ټینګار وکړ او یاده یې کړه، چې طالبان لا تر دې دمه خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي