برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

زموږ دنده ختمه ده

آریانانیوز: درسنیوپه رپوټ د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل، په افغانستان کې زمونږ دوی دنده نوره ختمه ده او اوس ا حکومت وخت دی چې د ځان لپاره یو څه وکړي
ټرمپ په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي امریکایي ځواکونو کلونه په افغانستان کې جګړه کړې ده خو اوس د پولیس په توګه هلته دنده نه شي ترسره کولی چې د هر څه ساتنه وکړي
نوموړي زیاته کړې، اوس د افغان حکومت او افغانانو دنده ده چې د ځان د ساتنې او ترهګرو پر وړاندې د جګړې په برخه کې اقدامات وکړي
د امریکا ولسمشر دغه راز ویلي، امریکا په نړۍ کې تر ټولو پیاوړی پوځ لري خو دا په دې مانا نه ده چې په افغانستان کې به پاتې کېږي او تر پایه به هلته د پولیس دنده ترسره کوي
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې، چې افغانستان کې د وروستیو چاودنو او بریدونو په اړه راپورونه ورته رسېدلي، خو په وینا یې افغان حکومت یې باید پر وړاندې اقدامات ترسره کړي
ټرمپ تر دې وړاندې هم په وار وار ویلي، چې نور امریکایي سرتېري په افغانستان او نړۍ کې د پولیسو دنده نه شي تر لاسه کولی او باید له دغه هېواد څخه وایستل شي
ټرمپ یو ځل وړاندې هم د کرونا ویروس له امله هم له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو د ایستلو خبر کړې وه

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي