برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره مشاور وټاکل شو

آریانانیوز: د امریکا د بهرنو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان کړیدی چې زلمی خلیلزاد یې د افغانستان لپاره مشاور وټاکه.


دغه اعلان د امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پمپیو کړیدی. هغه خبریالانو ته وویل ” زلمی خلیلزاد به د امریکا د بهرنو چارو د وزرات د ټیم سره د روغې جوړې په پړاو کې کومک وکړي. هغه به په دغه لړ کې د بهرنو چارو د وزارت ته لارښودنه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا د بهرنو چارو وزیر دغه اعلان هغه مهال کړیدی چې پاکستان ته د سفر په هدف په طیاره کې سپور و او زلمی خلیلزاد ورسره هم په دغه سفر کې ملگری دی.

زلمی خلیلزاد تر دې مخکې په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر و.

په خټه افغان خلیلزاد د افغانستان په اړه د پاکستان د تګلارې کلک منتقد دی او دغه هېواد په افغانستان کې په روان جنګ کې دخیل بولي. د هغه احتمالي ګمارنه به په دې مانا وي چې امریکا او په خاص ډول ولسمشر ټرمپ به د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې اعلان شوې تګلارې د پلې کېدو په برخه کې جدي ده.

په تګلارې کې پر پاکستان فشار راوړل شوی چې په خپلې خاورې کې ترهګر وځپي او او پناه ځایونه یې وتړي، خو پاکستان نه مني چې ترهګر پالي او روزي.

شریک یي کړئ!