برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۷ بهمن , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

روسیه: امریکا په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې پراخوي

آریانانیوز: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، امریکا د افغانستان د ملي شتمنیو په کنګلولو سره په دغه هېواد کې بشري ناورین لا پسې پراخوي.


دده په وینا. د افغانستان د مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو د زیرمو له نیمایي څخه زیات د واشنګټن تخصیص د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو د جبران په خاطر بې مانا دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، په امریکا کې ساتل شوي د افغانستان د مرکزي بانک د اوه میلیارد ډالرو د شتمنیو کنګل کول د افغانستان له ثبات سره د مرستې په برخه کې د سپینې ماڼۍ د صداقت په اړه پوښتنې راپورته کوي.

ولسمشر جو بایډن په دې وروستیو کې یو اجرایوي حکم صادر کړ چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ یې ۳.۵ میلیارده د سپتمبر ۱۱ د قربانیانو کورنیو ته او ۳.۵ ملیارده نور یې د افغانستان سره د مرستې لپاره د یواعتماد صندوق ته ځانګړي کړي دي.

د افغانستان د شتمنیو په اړه د امریکا وروستۍ پرېکړې ګڼ غبرګونونه پارولي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي