برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ دی , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

روسیه: امریکا له داعش سره پټ تماس لري

آریانانیوز: په افغانستان کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي اعلان وکړ چې امریکا په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره اړیکې جوړوي.


په افغانستان کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي اعلان وکړ، چې مسکو داسې اسناد لري، چې ښيي امریکا هڅه کوي د اوسني افغان چارواکو له مخالفینو سره اړیکې جوړې کړي او په پټه د داعش د فعالیتونو ملاتړ کوي.

ضمیر کابلوف ویلي، امریکا په افغانستان کې د خپلې پوځي او سیاسي ماتې د جبرانولو لپاره په دغه هېواد کې د سولې د تحقق خنډ ګرځي.

کابلوف ویلي، چې امریکا په افغانستان کې له وسله والو مخالفو ډلو سره تماسونه لري او په پټه د داعش ډلې فعالیتونه څاري، چې د منځنۍ اسیا او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د وضعیت د بې ثباته کولو او حتی د روسیې د امنیت پر ضد ترې کار اخلي.

هغه وويل: طالبان بايد په حکومتولۍ کې د هر چا د ونډې او د ملي لږکيو او ښځو حقونو ته درناوى وکړي.
په افغانستان کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وايي، طالبان کافي بشري منابع نه لري چې اقتصادي وده تضمین کړي. د طالبانو ناسم کورني سیاستونه لکه د ښځو پر فعالیتونو او تعلیم بندیز، په افغانستان کې د وضعیت د خرابیدو لامل ګرځي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array