برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۹ شهریور , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

روسیه: امریکا باید په افغانستان کې ماتې ومني

آریانانیوز: په واشنګټن کې د روسیې سفارت اعلان کړی چې واشنګټن باید ومني چې د امریکا په ماتې سره په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې ده.


په واشنګټن کې د روسیې سفارت اعلان کړی چې د امریکايي مالیه ورکوونکو میلیاردونه ډالر ضایع شوي او په افغانستان کې د امریکا پوځي لښکرکشۍ یوه تراژیدي وه.

په واشنګټن کې د روسیې سفارت له افغانستانه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو د کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې لیکلي: امریکايي چارواکي باید دا ومني چې افغان جګړه د دوی له ماتې سره پای ته ورسېده او افغان ولس ته یې له بدبختیو او د تشو هیلو له ماتېدو پرته بل څه نه دي راوړي.

د روسیې سفارت په خپل ټیلیګرام چینل کې لیکلي: په افغانستان کې د امریکا شل کلن پوځي کمپاین یو کال مخکې پای ته ورسېد. د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې جګړې پایلې غمجنې دي.

په دغه بیانیه کې راغلي دي: له وتلو یو کال وروسته په افغانستان کې یو بشري ناورین د رامنځ ته کیدو په حال کې دی.

په افغانستان کې د امریکايي اشغال له دوه پړاوونو وروسته، وروستی امریکايي سرتېری د تېر کال د اګست په ۳۱مه له افغانستانه ووت.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي