برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۴ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

روزونکو د توپ اچونې هنر نه دى رازده کړى

د کرکټ ملي لوبغاړى راشد خان وايي چې ملي او نړيوالو روزونکو ورته د توپ اچونې هنر نه دى ورزده کړى.


د کرکټ دغه ملي اتل يادې څرګندونې په يوه تازه مرکه کې کړې چې د (کرېک بز) په نامه د يوې سپورټي پاڼې له خوا خپره شوې ده.

دغه مرکه د هندوستان د مشهور کرکټ مبصر يا کمنټريټر هرشا بوګلۍ له خوا شوې، هغه په لومړي سر کې له راشد خان سره په لاس روغبړ کوي او ورته وايي، لاس دې لکه د پاکستان د شاهد افريدي په څېر ډېر کلک دى.
راشدخان ورته په ځواب کې وايي:(( هغه هم پښتون دى او زه هم، زموږ د پښتنو لاسونه همداسې کلک وي، ځکه چې موږ سخت کارونه کوو، محنت کوو او په پوله پټي کې له مشرانو سره په ګډه کار کوو.))
نوموړي زياته کړې چې له ماشومتوب څخه يې له خپل پلار او مشرانو وروڼو سره د کور او ځمکو په کارونو کې همکاري کړې ده.
راشد خان د يوې پوښتنې په ځواب کې وايي، کله چې په پاکستان کې کډوال و، نو مشرانو وروڼو يې کرکټ کتلو، خو دى ډېر ماشوم و، پر کرکټ نه پوهېده.
د هغه په وينا، کله چې لږ لوى شو، نو دده هم له کرکټ سره شوق پيدا شو، خو پلار او مشرانو وروڼو يې کرکټ ته نه پرېښود او ټينګار يې کاوه چې بايد زده کړو ته پاملرنه وکړي.
دى وايي: (( زما هم زده کړو سره ډېر شوق و او غوښتل مې چې ډاکټر شم، په ټولګي کې هم تکړه وم او هر کال تر پنځم نومره پورې کېدلم.))
راشدخان زياتوي، د وخت په تېرېدو سره يې له کرکټ سره شوق زيات شو او کله چې افغانستان په ٢٠١٠ زېږديز کال کې د لومړي ځل لپاره د شل اووريز کرکټ نړيوال جام ته لاره پيدا کړه؛ بېرته افغانستان ته راستون شو؛ نو د ١٩ کلنو لوبډلې لپاره يې ازموينه ورکړه او په لومړي ځل کې بريالى شو.
ده وويل چې پخوا په افغانستان کې ژوند ډېر سخت و، د کرکټ لپاره هم اسانتياوې نه وې، د کرکټ کولتور هم نه و، په تلوېزيونونو کې هم ډېر کم يا دنشت په حساب ښودل کېده.

دکرکټ د شل اووريزو سياليو دغه نړيوال افغان اتل راشد خان وايي، کله چې يې په ماشومتوب کې له وروڼو سره کرکټ کاوه؛ نو هغوى بېټنګ او بالنګ پرې نه کاوه يواځې يې پرې له لرې څخه توپونه راوړل.
د روزنې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې هغه وايي چې تر اوسه د کرکټ يوه روزونکي هم ورته د توپ اچونې تخنيک او هنر نه دى ور ښودلى.
هغه زياتوي، ملي او نړيوالو روزونکو يواځې ده سره د تمرين پر مهال د جسماني ورزش په برخو کې کار کړى دى.
راشدخان وايي : (( د هند په اى پي اېل سياليو کې د کرکټ نړيوال لوبغاړي د سريلانکا پخواني اتل لوبغاړي مرلي دهرن څخه مې وغوښتل چې د ورو توپ اچولو هنر ورته وښيي، خو هغه راته وويل چې ته په خپله يو خدايي استعداد لرې، روزنې ته اړتيا نه لرې.))
د نوموړي په وينا، ټولو نړيوالو روزونکو ورته ويلي چې له خپلې خوښې او خپل هنر سره سم خپلو لوبو ته ادامه ورکوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي