برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۷ بهمن , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

رنګین دادفر سپنتا: زه د ګناه احساس کوم چې ما متحده ایالات د افغانستان دوست او متحد ګڼل

آریانانیوز: د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار وايي: بایډن هېڅکله له افغانستان سره دوستي نه درلوده او اوس افغانان د امریکا د ناسمو سیاستونو تاوان ورکوي.


رنګین دادفر سپنتا د امریکا لخوا د افغانستان د ۳.۵ میلیارده ډالرو د شتمنیو د ضبطولو په غبرګون کې وویل، ځکه چې هغه کله کله د امریکا حکومت د افغانستان دوست او متحد بللی د خلکو او د خپل هیواد د تاریخ په وړاندې د ګناه احساس کوي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار هیله څرګنده کړې، چې افغانان به یې وبښي.

نوموړی هم ویلي، چې امریکا یو ځل بیا د دغو زیرمو په نیولو سره افغانانو ته سزا ورکوي.

هغه وویل، بایډن هیڅکله له افغانستان سره دوست نه و. او اوس افغانان د امريکا د غلطو سياستونو تاوان ورکوي.

سپنتا وویل، د القاعدې مشر اسامه بن لادن هم د امریکا پراخ ملاتړ درلود. امریکا له تېرو شلو کلونو راهیسې په افغانستان کې د «ترهګرۍ ضد» په نوم جګړه پیل کړې چې په ترڅ کې یې زرګونه ښځې، ماشومان او ملکي وګړي وژل شوي دي. موږ فکر کاوه چې په افغانستان کې د امریکا جګړه له ترهګرۍ سره جګړه وه، خو امریکا له پاکستان سره ۳۶ میلیارده ډالره مرسته وکړه او بن لادن په پاکستان کې اوسېده.

د يادونې وړ ده چې د امريکا ولسمشر جوبايډن په دې وروستيو کې يو اجرايوي فرمان صادر کړ چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنيۍ یې ٣،٥ ميليارده ډالره د سپټمبر د يوولسمې د پېښې د قربانيانو کورنيو ته او درې اعشاريه پنځه ميليارده ډالره نور يې له افغانستان سره د افغانستان سره د مرستې لپاره يوه صندوق ته ورکړي دي.

د افغانستان د شتمنیو په اړه د امریکا وروستۍ پرېکړې ګڼ غبرګونونه پارولي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي