برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۲ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

راشدخان افغان ماشومانو ته خیریه بنسټ پرانیستی

آریانانیوز: دا بنسټ به د روغتیا او روزنې په برخه کې د هغو ماشومانو سره مرستې او ملاتړ کوی چې د ژوند کچه یې ښه نه ده او مرستو ته اړتیا لري.


د هېواد د کرکټ لوبغاړي، راشد خان د روغتیايي، روزنیزو خدمتونو په موخه افغانو یتمو او بې وزله ماشومانو ته خیریه بنسټ جوړی کړی دی.
راشد خان په دې اړه خپله فسبوک پاڼه کې لیکلي دي:«زه نشم کولی چې لوی کارونه ترسره کړم، خو کولی شم چې کوچني کارونه له لویې مینې او هاند سره ترسره کړم.»
دا بنسټ د افغان ماشومانو مرستو په موخه رامنځه شوی دی، راشد په دې اړه لیکلي ديک«د یوه کوچني کار په اخلاص سره ډېرښه دی. دا بنسټ به د روغتیا او رزنې په برخه کې د ماشومانو ملاتړ وکړي.»
د هېواد د کرکټ دا نامتو لوبغاړی اوس مهال انګلستان غوره لیګ کې پر لوبه بوخت دی او ټاکل شوې ده چې د روانې میاشتې په وروستیو کې ایرلنډ ته ځي.
اوس مهال راشد خان ۲۰ اوریزو لوبو کې د نړۍ لومړۍ توپ اچوونکی دی.

شریک یي کړئ!