برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۲ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

راتلونکې اوونۍ د درې سوه زره جنجالي رایو په اړه پرېکړه

آریانانیوز: درسنیوپه راپورد کابل حکومت د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون وایي، راتلونکي اوونۍ د درې سوه زره جنجالي رایو په اړه پرېکړه اوروي
د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون ویاند «قاسم الیاسي» په دې تړاو رسنیو ته ویلي، راتلونکې اوونۍ په ټاکنو پورې د اړوندو څلورو اړینو قضیو په تړاو پرېکړه کېږي، چې له ۸۵-۹۰ سلنه استثنايي او استنافي قضيې هم په ځان کې رانغاړي
د نوموړي په خبره، ددې شکایتونو څېړنه او حقوقي ارزونه بشپړه شوې او راتلونکې اوونۍ به یې په اړه وروستۍ پرېکړه اعلانېږي
یادې شوې درې سوه زره رایې، چې تمه ده راتلونکې اوونۍ یې په اړه پرېکړه وشي، د هغو رایو له ډلې دي، چې د فورمو او بایومټریک مالوماتو تر منځ یې ژور توپیر موجود دی
یاده دې وي، چې د مرغومې میاشتې په لومړۍ نېټه د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته ټاکنیزو ډلو نږدې شپاړلس زره شکایتونه ثبت کړل، چې لا یې هم په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې
په ورته وخت کې، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غوښتنه کړې، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په قدمونو دې پل نه ږدي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي