برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۰ آبان , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

ذبیح الله مجاهد: د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې د افسوس وړ دي

آریانانیوز: ذبیح الله مجاهد ویلي: په افغانستان کې وضعیت ښه دی او د افغانستان په اړه د امریکايي ولسمشر وروستۍ څرګندونې د افسوس وړ دي.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ترکیې ته له خپل سفر وروسته په یوه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

د طالبانو د ډلې ویاند په دغه کنفرانس کښې وویل: هیله لرو چې ترکیې ته د طالبانو د پلاوی سفر به د مالی مرستو او پانګونې په زمینه کښې د ترکیې او افغانستان په اړیکو کښې نوی باب پرانیزی.

مجاهد وویل : وخت په وخت له امریکا سره په دوحه کې ناستې ترسره کیږي، خو تر اوسه د یوې لویې ناستې پریکړه نه ده شوې، د مجاهد په وینا په دې اړه خپاره شوي اوازې دروغ دي.

د طالبانو ویاند ویلي: په افغانستان کې وضعیت ښه دی او د افغانستان په اړه د امریکايي ولسمشر وروستۍ څرګندونې د افسوس وړ دي.

د امريکا ولسمشر د خپل انتخاباتي کمپاين پر مهال ويلي وو چې افغانستان ” د خدای له لوري پرېښودل شوې خاوره ” ده.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه: د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د څو نړیوالو سازمانونو ارقام او وړاندوینې له حقیقته لرې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي