برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د یکشنبې په ورځ د کابل د ۴۵ مرکزونو په ګډون په ۴۰۱ مرکزونو ټاکنې ترسره کیږي

آریانانیوز: د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، چې نن په ټول هیواد کې ۴۵۰۰ د رایو مرکزونه خلاص او ۴۱۰ نور د امنیتي او تخنیکي ستونزو له امله وو.


له غزني او کندهار پرته نن په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شوې.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد نن د شپې ناوخته په یوه خبري غونډه کې وویل، سره له دې چې ځینې امنیتي او تخنیکي ستونزې وې، خو په پراخه کچه خلکو په ټاکنو کې ګډون کړی دی.
هغه زیاته کړه، چې ددوی د لومړنیو راپورونو له مخې په ټول هیواد کې څه د پاسه درې میلیونه خلکو رای وکارولې.
د صیاد په وینا، تر ټولو زیاتې رای په کابل کې وکارول شوې، چې تر یو میلیون زیاتو خلکو د خپلې خوښې کاندیدانو ته رایه ورکړه.
د ټاکنو د کمیسیون مشر وویل، چې تر ټولو کمې رای په اروزګان ولایت کې ورکړل شوې، هلته ۵۹۱۹ کسانو خپلو کاندیدانو ته رای ورکړې.
صیاد وایي، چې تر کابل وروسته په هرات، پکتیا، ننګرهار او دایکندي ولایتونو کې ډیرې رای کارول شوې دی.
هغه زیاته کړه، چې په جوزجان ولایت کې د ښځو فیصده زیاته هلته، ۵۳ سلنه ښځو رایه کاروله، ورپسې په سمنګان او بدخشان کې ډیرو ښځو رای ورکړې دي.
د نوموړي په وینا، په زابل کې تر ټولو کمه ۹ سلنه ښځو رایه ورکړې ده.
صیاد وویل، چې د ټاکنو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په کابل کې ډیرو خلکو رای ورکړې دي.
د ټآکنو د کمیسیون هغه اوازې رد کړې، چې په ځینو سیمو کې د زورواکو لخوا صندوقونه ډک کړل شوي دي او ویې ويل چې د بایو میټریک سیسټم سره دا کار ناشونی دی.
هغه وویل، چې د کابل د ۴۵ مرکزونو په ګډون په ټول هیواد کې د امنیتي، مدیریتي او تخنیکي ستونزو له امله ۴۰۱ مرکزونه تړل شوي وو، چې سبا هلته ټاکنې ترسره کیږي.
د صياد د معلوماتو له مخې په کابل کې ٤٥، نورستان٣، پروان ٣، باميان يو، وردګ ١٦، لوګر يو، غور ٥٤، بادغيس ٧٦، سمګان ٤، سرپل ٦، جوزجان ٢، فارياب ١٠، ننګرهار ٦، لغمان ٧، بغلان ١٥، پکتيا ٥١، بند وو.
د نوموړي په وینا، دوی سبا لپاره بشپړ تیاری لري او هیڅ ستونزه به رامنځته نه شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي