برخه -څانګه : accidents, afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۱ بهمن , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د یونیسف تکان ورکوونکې شمیرې؛ میلیونونه افغان ماشومان د عاجلو خوراکي مرستو اړتیا لري

فقر

د یونیسف د نوي راپور له مخې، په افغانستان کې د ماشومانو سوء تغذیه لا هم بحراني حالت ته رسېدلې ده. د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې، له ۲۰۰ څخه زیات پنځه کلن او تر دې کم ماشومان د سوء تغذیې له امله درملنه شوې ده. د طالبانو تر واک لاندې د فقر او بیکارۍ زیاتوالي، میلیونونه افغان ماشومان له سختو ګواښونو سره مخ کړي دي.


د یونیسف راپور؛ د افغان ماشومانو د سوء تغذیې بحران

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې ۲۱۳ سوء تغذیه شوي ماشومان په افغانستان کې درملنه شوي دي. د یونیسف استازي تاج‌الدین اویوالی د X شبکې له لارې ویلي چې ټول یاد شوي ماشومان د پنځه کلونو څخه کم عمر لري او لا هم طبي او خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د ماشومانو د سوء تغذیې بحران لا پسې زیات شوی

د طالبانو د حاکمیت له دریو کلونو زیات وخت تېر شوی، خو د فقر او بیکارۍ بحران ورځ تر بلې زیاتېږي. له ۱۳ میلیونه زیات افغان ماشومان د اقتصادي ستونزو او خوراکي کمښت له امله د سوء تغذیې له خطر سره مخ دي. نړیوال سازمانونه د دې بحران په اړه بار بار خبرداری ورکړی دی، خو پر خیریه بنسټونو لګول شوي محدودیتونه د مرستو رسونه له ستونزو سره مخ کړې ده.

د بشري مرستو لپاره بیړنۍ اړتیا

کارپوهان او د بشري حقونو سازمانونه ټینګار کوي چې که نړیواله ټولنه بشري مرستې زیاتې نه کړي، د افغان ماشومانو حالت به لا خراب شي. یونیسف او نور خیریه بنسټونه له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د افغانستان د بحران د ژوریدو مخنیوي لپاره خوراکي او طبي مرستې پراخې کړي.

شریک یي کړئ!

نوی خبرونه