برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۰ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ګډ حکومت طرحه د اشرف غني وه

آریانانیوز: نږدې څلور کاله وړاندې په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې د خپل ډول بې نمونې ناندریز حالت ته ننوتلې، چې پایله يې یو ګډ حکومت شو، چې ولسي باور يې بېخې پای ته په رسېدو دی.


د ټاکنو دواړو نوماندانو محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله پرلپسې په ټاکنیزو منډو ترړو کې ټینګار کاوه، چې «سهامي شرکت» به نه جوړوي او پایلې به رڼې را وباسي، خو جان کېرې مداخله وکړه.
جان کېري، هغه وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر و، چې تازه يې د خپلو یادښتونو کتاب خپور کړی او د ګډ حکومت په اړه يې هم جالبې ویلې دي.
جان کېري، د «د ژوند هره ورځ غنیمت ده!» په نوم کتاب کې لیکلي، چې د محمد اشرف غني په اوږه يې لاس کېښود او ورته ويې ویل: «اشرفه! ته به جمهور رییس يې او عبدالله به له تا سره د یوې ګډې اجنډا په عملي کولو کې همکاري کوي.»
کېري لیکلي، دوی د ناندریزو ټاکنو پایلو ته حیران و، چې ناڅاپه محمد اشرف غني ناڅاپه د ګډ حکومت طرحه وړاندې کړه او هغه يې هم پخلی وکړ.
کېري په کتاب کې لیکلي چې محمد اشرف غني يې په «اشرفه» مخاطب کړ او ورته ويې ویل: « ته هغه [عبدالله] ته د سم واک په لېږدولو کې خوښي وښيه او هغه ته د ګډ حکومت کولو فرصت وکړه، ځکه دا کار د هېواد په ګټه دی!»
په ټاکنیزو ناندریو کې د دواړو لوریو پلویانو د بریا نغاره وهله او بل اړخ يې د «سهامي شرکت» په جوړولو تورناوه.
کېري لیکلي په دې ډول يې د ټاکنو جنجال ختم کړی او دواړو شریکانو د ګډ حکومت پر تړون لاسلیک وکړ.
ګډ حکومت د دواړو لوریو تر منځ د جان کېرې په امر د دوو کالونو لپاره و، خو د دویم کال په پای کې هغه بیا کابل ته راغی او د حکومت واک يې د دریو نورو کلونو لپاره وغځاوه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي