برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ګرځنده مبایلونو ثبتولو لړۍ پېل

آریانانیوز: د افغانستان حکومت غواړي د ځیرک مبایلونو او بریښنايي وسایلو د ثبتولو د سیستم طرحه عملي او دغه لړۍ پېل کړي.


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې د نوي سیستم له مخې به په افغانستان کې ټول ګرځنده مبایلونه او دې ته ورته نور بریښنایي وسایل راجستر کړي.
دوی غواړي په دې سره د بریښنایي وسایلو سوداګرانو څخه مالیات ترلاسه کړي، د چارواکو په وینا چې په دې لارې سره به د ځیرک مبایلونو او بریښنايي وسایلو واردات او خرڅلاو د مالیاتو د نه ورکړې مخه ونیسي.
د مخابراتو او ټکنالوژۍ ویاند سایر ځلاند رسنیو ته ویلي چې دغه کړنلاره د مالیاتو خوندیتوب سره یو شمېر نورې ګټې هم لري، چې د مشتریانو فزیکي خوندیتوب، د مبایل کاروونکو شخصي حریم ساتنه او د جرمونو او مالیاتو څخه د تېښتې مخه نیسي.
ښاغلي ځلاند وویل “د سیستم له مخې به ټول ځیرک مبایلونه ثبت شي، د خلکو شخصي معلومات به خوندي شي، افغانستان ته به نوي الکترونیکي وسایل په ګمرکونو او هوايي ډګرونو کې راجستر کیږي او هېڅوک به ونشي کولای دا وسایل په ناقانونه ډول وکاروي».
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت معلوماتو پر اساس دا مهال په افغانستان کې ۲۳ ملیونه مخابراتي مشتریان شتون لري چې له برخې یې ۲۱ ملیونه فعال او پاتې ۲ ملیونه غیر فعال دي.
په دې کې یوازې ځیرک مبایلونه نه، بلکې هر ګرځنده مبایل، لایني تلیفون او نور بریښنایي مخابراتي وسایلو ټول کاروونکي شامل دي.
د یاد وزارت په وینا چې د سیم کارتونو د راجستر کولو لړۍ به هم په «سخت ډول» ډیر ژر پېل شي، اوسمهال د سیم کارتونو لویه ستونزه داده چې یو کس کولای شي لسګونه سیم کارتونه په خپل نوم واخلي.
یاده دې وي چې څو اوونۍ وړاندې د پاکستان حکومت اعلان کړی و چې غیر راجستر شوي ځیرک مبایلونه به له ۲۱ اکتوبر څخه وروسته بند کړي خو وروسته دغه وخت د نامحدودې نېټې پورې وغځېد.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي