برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۴ آذر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي کمولو لپاره د کمپاین په لاره اچول

آریانانیوز: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیوالې اونۍ په مناسبت د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره یو ورځنی کمپاین پیل کړ...


د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي دمخنیوي نړیوالې اونۍ په مناسبت، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د ښځو پروړاندې د تاوترخوالي د کمولو په خاطر یو ورځنی کمپاین پیل کړ، چې پکې د بې ځایه شویو ښځو وضعیت او په اداره کې د میرمنو دریځ په اړه څو څیړنیز راپورونه وړاندې شوی.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین احمدولي حکمي په خپله برنامه کې د خپلې وینا په ترڅ کې د کډوالو په کمپونو او لیرې پرتو ولایتونو کې د پوهاوي برنامې پر پیل ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: زه هیله لرم چې دا ډول پروګرامونه سمبولیک نه وي او برخه وال به د ښځو پروړاندې د عدم تشدد شعارونه عام کړي ، ترڅو دا عملي شي.

پدې برنامه کې ، چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د جنډر مشورتي ریاست سره په همغږۍ رامینځته شوی ، د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي کمولو د مینځپانګې سره انځورونه او نقاشیانې هم ښودل شوې وې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي