برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۷ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کمپایني ځواکونو د يوې کورنۍ پنځه غړي وژلي

په خوست کې کمپایني ځواکونو د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او یو تن يې مرګوني ټپي کړی دی.


پېښه تېره شپه د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې شوې ده، د ځايي اوسېدونکو په قول کمپايني ځواکونو پر یو کور چاپه ووهله او د کورنۍ پنځه تنه يې ووژل او یو سخت ټپي دی.
د باک ولسوالۍ د بهرام خېلو کلي اوسېدونکي وايي کمپايني ځواکونو د کورنۍ د ښځينه غړو تر مخ د دوی نارینه وژلي دي، د دوی په وینا په وژل شویو کې یو تن ماشوم هم شامل دی.
د بهرام خېلو یو تن اوسېدونکي اکبر بابکرخېل وویل، په وژل شویو کې یو تن د شخصي ښوونځي ښوونکی، بل تن د مدرسې د یو مدرس موټر چلوونکی او د کورنۍ نورغړي عام اوسېدونکي و، چې له هیڅ جریان سره يې اړیکي نه درلودې.
د هغه په قول ټپي نور الرحمان نومېږي چې تېر کال د شیخ زاید پوهنتون له حقوقو فارغ شو، هغه د ژورو ټپونو له امله کابل ته لېږدول شوی چې حالت يې نازک ښوودل شوی.
د خوست د امنیه قومندانۍ ویاند بصیر بینا هم دغه خونړۍ پېښه مني او وايي سیمې ته يې یو پلاوی لېږلی دی.

د باک سلګونو اوسېدونکو د دې پېښې په غبرګون کې لاریوون کړی او د قربانیانو جسدونه يې د ولسوالۍ مخې ته راوړي دي.
کمپایني ځواکونه چې د ولایتي ادارې له صلاحیته هم وتلي، په سیمه کې تر دې وړاندې هم د داسې خونړیو جنایتونو عامل شوي دي، چې ولس يې پرې وړاندې لاریونونه کړي خو چا يې غږ نه دی اورېدلی.
ياده دې دې وي د دې ځواکونو یو قومندان قابل تڼی څو ورځې وړانډې په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي