آریانانیوز: په بدخشان کې طالب چارواکو په دغه ولایت کې د وروستیو کوکنارو کروندو د له منځه وړلو اعلان کړی دی.
د بدخشان امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې درې میاشتې وړاندې د کوکنارو د کر کیلی د له منځه وړلو لړۍ پیل شوې وه او اوس په خاش ولسوالۍ کې د دې نشه يي توکو وروستۍ کروندې هم له منځه وړل شوي دي.
د طالبانو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست مرستيال چې بدخشان ته راغلى وايي، چې تر اوسه په دغه ولايت کې څه باندې څلوېښت زره جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.