برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د ملي پولیسو د سیمه ییزو زونونو له قوماندانانو سره ګډه امنیتي غوندې ترسره کړه

آریانانیوز: د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین لوی پاسوال اختر محمد ابراهیمي د ملي پولیسو سیمه ییزو زونونو له کاري کړنو خوښي څرګنده کړه او د عامه نظم د لا ښه والي په اړه یې د ملي پولیسو سیمه ییزو زونونو قوماندانانو ته لازمې سپارښتنې وکړې ویې ویل:”لکه څرنګه چې ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په امنیت کې ټول امنیتي ځواکونه مسؤل بولي نو ټولو امنیتي بنسټونو مسؤلینو ژمن دي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو خوندي امنیت ټینګولو په موخه له پوره جديت څخه کار واخلي او یاده لړۍ په پوره بې طرفۍ سره پرمخ یوسي او د خپلو دندو د صلاحیتونو له مخې د هر راز تقلب او درغلیو مخه ونیسي څو د ټاکنو ملي پروسه په پوره بریالیتوب او ډاډمن امنیت سره ترسره شي.”

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه، د ټاکنو ملي پروسې د ترسره کېدلو لپاره چې کومې امنیتي ننګونې وې د هغه د لمنځه وړلو لپاره مو کوټلي ګامونه پورته کړي او زه ډاډه یم چې زموږ اتل امنیتي او دفاعي ځواکونه به د خپل ټول وس او توان له مخې د ټاکنو ملي پروسې امنیت په پوره بریالیتوب سره خوندي کړي.

وروسته د ملي پولیسو سیمه ییزو زونونو قوماندانانو د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ته ډاډ ورکړ چې د خپلو شته مسلکي تجربو او د هېوادوالو په همکارۍ سره به د ټولټاکنو د خوندي امنیت په اړه د خپلو منظمو پلان شوو امنیتي برنامو له مخې کار وکړي او د یادې ملي پروسې د بریالۍ ترسره کېدو لپاره به نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي