برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دافغانستان دکورنیو چارو وزارت دبهرینوهیوادونو سفارتونو ته د پولیسو پر وردننه کیدو بندیز

آریانانیوز: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې سر له دوشنبې ( د مرغومي لسمه څخه د دغه وزارت کارکوونکي او پولیس سرتېري سفارتونو ته د وردننه کیدو اجازه نلري.


دغه وزارت د شنبې پر ورځ( د مرغومي ۸) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې: د دغه وزارت د کارکوونکیو او ملي پولیسو د درنښت لپاره سر له دوشنبې(د مرغومې۱۰) څخه هیڅوک د رهبرۍ او استخباراتي څانګو له اجازې پرته د بهرنیو هېوادونو سفارتونو ته د وردننه کیدو اجازه نلري.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت ملکي او پوځي کارکوونکي اجازه نلري، چې د بهرنیو سفارتونو د خپلواکۍ، ملي ورځو او میلمستیاوو په ناستو کې ګډون وکړي.
دغه راز ټینګار شوی، چې د سفارتونو د ساتنې کندکونه باید د پولیسو او کارکوونکیو له تګ راتګ څخه څارنه وکړي او دغه وزارت ته پخپل وخت راپور وړاندې کړي.
دغه راز زیاته شوې، چې له سرغړوونکیو سره به د جاسوسۍ د تور پر بنسټ قانوني چلند تر سره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي