برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۱ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کورنيو چارو وزير ولسي جرګې ته احضار شوی

آریانانیوز: تېره شپه د کابل ښار په ختيځه دروازه کې څرخي پله سيمه کې د ولسي جرګې د يوه وکيل د ساتونکو او پوليسو ترمنځ له لفظي ناندرۍ وروسته شخړه رامنځته شوې ده
ځايي راپورونه وايي، پوليسو هڅه کوله، د ولسي جرګې د يو وکيل د موټرو تورې ښيښې سپينې کړي، وکيل يې مخنیوی کړی او دغه مهال د وکيل د ساتونکو او پوليسو ترمنځ اخ وډب رامنځته شوی دی.
ياد وکيل د پېښې ځای ته نور وکیلان ورغوښتي او د شپې پر يوه بجه يې د ولسي جرګې بېړنۍ غونډه وربللې ده
دغې غونډې ته د کورنيو چارو وزارت سرپرست وزير مسعود اندرابي هم ورغوښتل شوی وو او د پوليسو له لوري يې له وکيلانو سره شوی چلند د وکيلانو سپکاوی بللی دی.
خو پوليس وايي، د ولسي جرګې ځينو وکيلانو دوی ته ګواښونه کړي دي
د ټولنيزو شبکو فعالانو په دې اړه بېلا بېل غبرګونونه ښودلي دي
د ټولنيزو شبکو ځينو فعالانو ويلي، د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او ولايتي شوراګانو ځينې غړي د زورواکانو په څېر چلند کوي، پر خپلو موټرو يې ناقانونه نمبر پليټونه لګولي او د موټرو ښيښې يې هم تورې وي او کله يې چې پوليس د مخنيوي هڅه وکړي، دوی يې پر وړاندې غبرګون ښيي
خو ځینې نور فعالان وايي، د پوليسو له لوري د قانوني چلند هڅه يوازې له يو شمېر معينو وکيلانو سره کيږي او د ځينو نورو قومونو وکيلان که هر څومره ناقانونه کړنې ترسره کوي، څوک يې د مخنيوي نشته.

شریک یي کړئ!