برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۵ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کندهار په ځينو مرکزونو کې د نوم لیکنې پیل

د کندهار اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وايي، د دې ولایت په یو شمېر مرکزونو کې د نوم لیکنې اړوند مواد او سټېکرونه خلاص شوي او دغه لړۍ درېدلې ده.


د ولایتي شورا څو تنه غړي دا د مرکزي حکومت له خوا قصدي چاره ګڼي، خو د ټاکنو د کمېسیون سیمه ییز مسوولین وايي چې دغه ستونزه ژر هواروي.
په کندهار ښار کې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې ۴۰ مرکزونه پرانیستل شوي، خو نن په شاوخوا ۱۵ مرکزونو کې د نوم لیکنې سټېکرونه او د ثبت کتابونه خلاص شوي دي.
په دې اړه د کندهار د ولایتي شورا یو شمېر غړو له حکومت څخه د دغې ستونزې د ژر حل غوښتنه کوي.
د کندهار د ولایتي شوار غړي سید احمد سېلاب پژواک خبري اژانس ته وویل، د ښار په شاوخوا ۱۵ مرکزونو کې د نوم لیکنې سټېکرونه او د ثبت کتابونه خلاص شوي او د نوم لیکنې لړۍ درېدلې ده.
هغه دا یوه قصدي چاره وګڼله او ویې ویل، له هغه وروسته چې په کندهار کې د نوم لیکنې لړۍ چټکه شوه او تر دې مهاله له ۱۵۰ زرو څخه زیاتو کسانو نوم لیکنه کړې ده، د دې لپاره چې دغه لړۍ زیانمنه شي، دغه کار شوی دی.
د ده په باور، دا څنګه ممکنه ده چې په یوه وخت په دومره ډېرو مرکزونو کې مواد خلاص شي.
هغه له اړوندې ادارې او مرکز څخه د دغې ستونزې د ژر حل غوښتنه وکړه.
د ولایتي شورا بل غړي عطا عطا وویل، د خلکو استازو د نوم لیکنې د پروسې د بریا په موخه پراخ کمپاین وکړ او خلک یې وهڅول چې د نوم لیکنې په بهیر کې ونډه واخلي او له همدې امله له کابل وروسته کندهار دویم ولایت دی چې ډېرو خلکو ځانونه ثبت کړي دي.
خو هغه وویل چې د نوم لیکنې لړۍ له پيله له ستونزو سره مل وه، مامورین کم دي، ځینې یې کافي سواد نه لري او له همدې امله خلک په ساعتونو ساعتونو انتظار باسي چې ځانونه ثبت کړي.
د دې تر څنګ هغه یادونه وکړه چې اوس تازه بله ستونزه راټوکېدلې او هغه دا چې په یو شمېر مرکزونو کې سټېکرونه او نور اړین مواد خلاص شوي چې خلک یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
هغه هم دا یوه سیاسي لوبه وګڼله او ویې ویل، ځینې کړۍ له دې وېره لري چې په کندهار کې ډېر خلک د راتلونکو ټاکنو لپاره ځانونه ثبتوي.
نوموړي د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون غږ وکړ چې دغه ستونزه ژر حل کړي، څو دغه ملي پروسه زیانمنه نه شي.
د کندهار یو شمېر اوسېدونکو هم پژواک ته شکایت وکړ چې پر یو شمېر مرکزونو مراجعین ډېر او مامورین کم دي او له امله یې خلکو ته له ساعتونو انتظار وروسته نوبت رسېږي.
دغه راز دوی د نوم لیکنې په بهیر کې له واسطو هم سر ټکوي او وايي، ځینې پولیس چارواکي او زورمندان په ډله ییزه بڼه خپل کسان د نوم لیکنې مرکزونو ته لېږي چې مامورین یې له نورو مخکې کارونه خلاصوي او په دې توګه ګډوډي رامنځ ته کېږي.

په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسوول هاشم دراني پژواک خبري اژانس ته ومنله چې په ځینو مرکزونو کې د نوم لیکنې اړوند مواد خلاص شوي دي.
هغه زیاته کړه، تر دې مهاله په کندهار کې ۱۶۸زره کسانو نوم لیکنه کړې چې ۳۵ یې ښځې دي.
د ده په خبره، له هغه وروسته چې په کندهار کې د نوم لیکنې لړۍ ګړندۍ شوه او ډېر خلک د نوم لیکنې مرکزونو ته لاړل، ان هغه احتیاطي مواد هم خلاص شول چې دوی یې ژر د پوره کولو هڅې کوي.
دی وايي، مرکز د کندهار ښار د ۴۰ مرکزونو ته د ۲۲۰ زره کسانو لپاره د نوم لیکنې مواد چمتو کړي وو چې ۱۶۸ یې د نارینه وو او پاتې یې د ښځو لپاره وو چې اوس د نارینه وو د نوم لیکنې اړوند سټېکرونه خلاص شوي دي.
دی وايي، دغه ستونزه تر سبا هواروي او د ولسوالیو له موادو استفاده کوي، ځکه په ولسوالیو کې د نوم لیکنې د لړۍ تر پيلولو لا وخت شته.
دراني خبر ورکړ چې په کندهار ښار کې به د نوم لیکنې د غويي میاشتې تر ۲۲مې دوام ولري او له هغه وروسته به د ولسوالیو په ۱۸۰ مرکزونو کې د ۱۲ ورځو لپاره نوم لیکنه پيل شي چې د ۲۲۲ زره نارینه وو او همدومره شمېر ښځو لپاره د نوم لیکنې سټېکرونه او نور مواد چمتو شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي