برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۶ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کمپاین یو مسافر وواژه او کور یې هم وسوځول

په خوست کې میشت د کمپاین عسکر په صبریو ولسوالۍ کې عملیات کړي دي.


د سیمې اوسیدونکي وایي چې د کمپاین عسکرو د شپې یوه بجه د صبریو ولسوالۍ “لیکړي” کلي کې چاپه ووهله او د عثمان ولد ست خان په نوم یو ملکي کس یې و واژه. عسکرو د عثمان کور هم سوځولی دی.
عثمان په دبۍ کې مزدوري کوله او په دې وروستیو کې له دوبۍ نه په رختصۍ راغلی و.
د کمپاین ځواکونو په کلي کې څلور موټر سوځولي او دولس تنه کلیوال یې هم بندیان کړي او له ځان سره یې بیولي دي.

د کمپاین ځواکونه په خوست، پکتیا او پکتیکا کې میشت دي. دا هغه ځانګړي ملیشه ده چې د مستقیماً د بهرنیو تر قوماندې لاندي عملیات کوي او په اړه یې ویل کیږي چې افغان دولت هیڅ کنټرول نه ورباندي لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي