آریانانیوز: د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیز پوهنمل مجیب الرحمن کریمي د پکتیا له والي شمیم خان کټوازي سره خپل دفتر کې ولیدل. د لیدنې په پیل کې د پکتیا والي د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له کارونو خوښي څرګنده کړه، چې د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې یې ګټورې پروژې پلي کړي او ورپسې یې د پکتیا خلکو ستونزې او غوښتنې د کلیو بیارغونې او پراختیا له وزیر سره شریکې کړې.
ښاغلي کټوازي، د ښوونځيو د ودانیو د نشتون، د کلیوالي صنعتونو د پرمختیا ملي پروګرام د پیل، د کارېزونو د جوړولو او د دوو ښوونځيو د ودانیو د خوندي کېده په موخه د استنادي دیوال د جوړولو غوښتنې وکړې.
د کلیو بیاغورنې او پراختیا وزیر وویل، چې په پکتیا کې د څلور کارېزونو قراردادونه د څه باندې اوو میلیونه افغانیو په ارزښت شوي، چې چارې به یې ژر پیل شي، د کلیوالي صنعتونو د پرمختیا لپاره نوې برنامه به ژر د هېواد په ټولو ولایتونو کې پیل شي او د ولسي تړون پروګرام په لومړي پړاو کې ۳۸۰ کلي تر پوښښ لاندې راغلي، چې نورو کلیو ته به هم وغځيږي.
د یادونې وړ ده، چې له دې ورهاخوا په ۱۳۹۷ کال کې د پکتیا لپاره د اوبو رسولو، اوبه خور، ترانسپورټ، استنادي دیوالونو په برخو کې د څه کم اوو میلیونو ډالرو په ارزښت پروژو پلان شوي.