برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۴ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د کرونا د تشخیص لومړنی مرکز پرانیستل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د کرونا وایرس د تشخیص یو مرکز چې په ټولو اړینو روغتیايي وسایلو سنبال دی، له پرانیستې وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د عامې روغتیا وزارت لخوا په یوه رسنیزه اعلامیه کې ویل شوي، د کرونا وایرس د تشخیص دغه مرکز د سه شنبې په ورځ (۱۹ وري) د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز لخوا د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوی دی
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه روغتیايي مرکز د نړیوالو معیارونو په اساس مجهز شوی دی او کولای شي په یوه ورځ کې د کرونا د سلو شکمنو پېښو تشخیص وکړي.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز په دغه مهال څرګنده کړې، په کندهار او ټوله سویلي حوزه کې د کرونا وایرس د تشخیص مرکز جوړېدل یو مهم ګام دی او زیاتوي، تردې وروسته به د ارزګان، زابل او هلمند او کندهار ولایتونو څخه د کرونا وایرس شکمنې پېښې دغه مرکز ته د تشخیص لپاره راوړل کیږي.
نوموړي دغه راز ویلي، د یاد مرکز د تجهیز لپاره د مصنوعي تنفس د آلاتو، وقایوي کڅوړو او نورو اړونده روغتیايي سامان الاتو په ګډون درې ټنه وسایل او سامان آلات په نظر کې نیول شوي، چې له دې جملې څخه یو ټن یې پرون کندهار ولایت ته رسیدلي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي