برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۰ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کانکور ازموینې دپایلې اعلان

آریانانیوز: د لوړو زده کړو وزارت نن چهار شنبه د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې د ۱۳۹۸ تعلیمي کال د کانکور ازمویني پایلې اعلان کړې.



په سږني کانکور ازموينه کې احمد راشد د نصیر احمد زوی د هرات ولایت د افغان ترک لیسې فارغ زده کوونکي تر ټولو لوړې ۳۵۰،۲۵ نمرې اخیستې.
دوهم کس د غزني ولايت اوسېدونکی سید حسین دی چې ۳۴۶،۸۵ نومرې،
درېیم کس هم د کابل ولایت اوسېدنکی قاسم علي دی چې ۳۴۵،۱۶ نمرې،
څلور کس هم د هرات ولایت اوسېدونکی سید شعیب ۳۴۵،۱۴ نمرې،
او پنځم کس الهام د کابل ولایت اوسېدونکي ۳۴۵ نمرې ګټلې دي.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له‌ مخې، سږ کال د کانکور ازمويني لپاره یولک ۸۹ زره ۳۲۹ تنو نوم لیکنه کړې وه چې له ډلې یې یولک ۷۴ زره ۸۷۱ تنو یې په ازموینه کې ګډون کړی و.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالتواب بالاکرزي وویل: «د یادو کسانو له ډلې ۶۱۷۹۹ تنو یې د لوړو زده کړو مؤسیسو، ۱۵۱۳۰ تنو یې د نیمه لوړو زده کړو مؤسیسو او ۷۷۷۱۸ تنه نورو یې د خصوصي لوړو زده کړو مؤسیسو ته لاره پیدا کړې ده ، او شاوخوا ۲۰ زره تنه ناکام دي.

شریک یي کړئ!