برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳۱ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د کانکورازموينې لومړی پړاوترسره کیدا

آریانانیوز: د لوړو زده‌کړو وزارت مرستيال وياند محمد حنيف فرزان خامه پرس ته وويل، د کانکور ازموینې لومړي پړاو کې ارزګان، بادغیس، پکتیکا، پنجشېر، دایکندي، زابل، سرپل، سمنګان، غور، فراه، کندز، کندهار، کونړ، نورستان، لوګر، نیمروز او میدان وردګ ولایتونه شامل دي
نوموړي زياته کړه، د کانکور ازموینو دویم پړاو به د لوی اختر په څلورمه پیل شي چې هلمند، غزني، پکتیا، خوست، کاپیسا، بامیان، لغمان او هرات ولایتونه پکې شامل دي
د هغه په خبره، د کانکور ازموینو درېیم پړاو به د لوی اختر څخه اووه ورځې وروسته پیل شي چې فاریاب، جوزجان، بلخ، پروان او بغلان ولایتونه پکې شامل دي او دغه راز څلورم پړاو کې ننګرهار، تخار او بخشان ولایتونه شامل دي
فرزان زياته کړه، ټاکل شوې چې د سږ کال کانکور ازموینې به د راتلونکې اسد میاشتې تر پایه په ۳۳ ولایتونو کې پای ته ورسېږي او ورپسې به د سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه د کابل ولایت کانکور ازموینې پیل شي او په شپږو یا اوو پړاوونو کې به واخیستل شي
د فرزان په خبره، د وړاندوینو له مخې به سږ کال شاوخوا ۲۱۰ زره زده کوونکي په کانکور ازموینه کې ګډون وکړي
د دوی په خبره، روان کال به د افغانستان تحصيلي بنسټونه د ۱۴۶زره ۹۲۲ په شاوخوا کې زده‌کوونکي د لوړو زده کړو لپاره جذب کړي
شاوخوا لس ورځې وړاندې له کرونا سره د مبارزې بېړنۍ کمېټې پرېکړه وکړه چې د کانکور ازموینې دې د روغتیا وزارت له لارښوونو سره سمې پیل شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي