برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۹ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کابل ښاروال استعفا

آریانانیوز: د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبیبزي له خپلې دندې استعفا ورکړې او محمد اشرف غني هم منلې ده‎.


هغه پخپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، چې له خپلې دندې استعفا ورکړله‎.
د ارګ یوه ویاند هارون چخانسوري ویلي، د حبیبزي استعفا منل شوې ده او پر ځای به يې وړ کس پر دنده وګمارل شي‎.
عبدالله حبیبزی دوه کاله وړاندې د محمد اشرف غني له لوري پر دې دنده وګمارل شو، چې څو ورځې مخکې پارلمان د فساد په ‏ښکېلتیا تورن کړ‎.
تر نوموړي وړاندې هم د کابل ښاروال د فساد پر ناندریو له دندو ګوښه کړل شوی دی. ‎
د ګډ حکومت په لومړیو کې د اوږدې مودې لپاره کابل بې ښارواله ښار و، چې عبدالله حبیبزي هم دوه کاله د سرپرست په توګه ‏دنده اجرا کړه، د ګډ حکومت په نږدې ټوله موده کې کابل رسمي ښاروال نه دی درلودلی. ‎

شریک یي کړئ!