برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۸ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کابل پوهنتون دریم استاد مبشر مسلمیارهم و نیول شو

آریانانیوز: ملي امنیت ریاست له لوري د کابل پوهنتون د دوو استادانو مولوي معروف راسخ او عبدالظاهر داعي له نیول کیدو وروسته د کابل پوهنتون دریم استاد مبشر مسلمیار هم له داعش ډلې سره د همکارۍ په تور نیولی دی.



د ملي امنیت په اعلامیه کې راغلي چې ملي امنیت د عمومي ریاست ځانګړو ځواکونو د کابل ښار اړونده سیمو کې د داعش ډلې د جلب و جذب د مسؤلینو او د تروریستي حملو د سازمان ورکوونکو د نیول کېدو لپاره د عملیاتو په لړ کې کابل پوهنتون دغه دریم استاد نیولی دی.
د ملي امنیت له لوري رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې د کابل پوهنتون د استاد مبشر مسلمیار په ګ‌ډون د پوهنتون د دوو فارغ التحصیلانو احمد طارق او احمدفاروق نیول کیدو خبر هم ورکړی دی.
په اعلامیه کې راغلي چې احمد طارق او احمد فاروق اعتراف کړی چې د کابل پوهنتون د درې استادانو، ظاهرداعي، معروف راسخ او مبشر مسلمیار له‌خوا، د اسلامي دولت ډلې «داعش » ته جلب و جذب شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي