برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کابل په ګډون ګڼو سيمو کې د رايو ورکولو پر مرکزونو بريدونه او چاودنې

آریانانیوز: د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال د پلازمېنې کابل په شمول په ګڼ شمېر نورو سيمو کې هم د چاودنو او نښتو راپورونه خپاره شوي دي.


ټاکل شوې وه، چې د رايو مرکزونه به سهار اته بجې پيل شي، خو تر يوولسو بجو لا هم ګڼ شمېر مرکزونه تړل شوي او پر يو شمېر مرکزونو بريدونه او چاودنې شوي دي.
يو چاودنه د کابل ښار په چهاردهي سيمې چهار قلعه ليسه کې شوې ده. همدارنګه د احمد شاه بابا مېنې ارزان قيمت سيمې د احمد شاه بابا د نجونو په ليسه کې هم چاودنه شوې ده.
د خوست، ننګرهار، کونړ، بدخشان، غور، کندوز، بلخ، کاپيسا او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د رايو پر مرکزونو بريدونه او چاودنې شوي دي، چې له امله يې په ډېرو سيمو کې د رايو مرکزونه تړل شوي دي.
طالبانو د دغو بريدونو او چاودنو مسووليت منلی او تېره ورځ يې پر عامو خلکو غږ کړی و، چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي او دا يې د اشغال تر سيوري لاندې جعلي پروسه بللې ده.
د بريدونو او چاودنو سربېره د کابل ښار او ګڼ شمېر نورو ولايتونو کې د ټاکنيزو موادو د ترسيل او بايوميټرک نظام د نه فعاليت او کارکوونکو نه تجربې د خلکو اندېښنې پارولي دي.
د کابل ښار کارته نو، ارزان قيمت، کلاچې او ګڼو نورو سيمو خلک وايي، چې د غرمې تر يوولس نيمو بجو لا هم د رايو مرکزونه تړل شوي او د بايو ميټريک نظام نشته او يا يې هم مامورين په کارولو نه پوهيږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي