برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۳ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کابل واشنګټن د امنیتی تړون پرلغوه کولو ټینګار

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د مشرانو جرګې غړو د کابل واشنګټن ترمینځ د امنیتی تړون د لغوه کولو په ضرورت ټینګار کړی دی
د افغانستان دمشرانو جرګې یو شمیر غړو ددغه هیواد په امنیتی حالاتو د اندیښنې په څرګندولو سره ټینګار کړی ، له امریکا سره امنیتی تړون باید لغوه شی ، ځکه دناکراریو او بې ثباتیو د زیاتیدا په دلیل دغه تړون ، د افغانستان لپاره هیڅ ګټه نه لری
د افغانستان د مشرانو جرګې غړو ټینګار کړی ، په داسې حال کې چې د امریکائی پوځیانو شتون په دغه جنګ ځپلی هیواد کې جنګ اوناکراریو ته لمن وهی ،نو له دغه شان شرائطو څخه د وتلو لپاره باید موقته حکومت او لویه جرګه جوړه شی
له دې مخکې هم د افغانستان دولسی جرګې استازو په دغه هیواد کې د بهرنیو عسکرو دشتون پر دوام نیوکې کړی او دافغانستان او امریکا په امنیتی تړون ئې د بیا غور کولو غوښتنه کړې وه
له امریکا سره د امنیتی تړون دلغوه کولو لپاره د افغانستان د مشرانو جرګې روستۍ غوښتنه ، له طالبانو ډلې سره د امریکا د خبرواترو له دریدا وروسته چې د ډونالډټرمپ په حکم سره دریدلی دی ،یو خاص پیغام لری
د افغانستان د مشرانو جرګې داستازو له نظره ، په وروستی یوه کال کې د امریکا او طالبانو د دوواړخیزو خبرواترو پیلیدا اودریدا ،یوازې دسپینې مانۍ دیو اړخیزو ګټو دپوره کیدا په موخې سره وه او په دغو خبرواترو کې د کابل حکومت ته بلنه نه ورکول ، په دغو خبرواترو کې افغانستان د ملی ګټو باندې په سترګو پټولو کې د واشنګټن د سپیرۀکړچار ښودنه وه
په تیره بیا دا چې دامریکا د ولسمشر له خوا له طالبانو ډلې سره دخبرواترو دریدا ، په کابل کې د دغه هیواد د یوه پوځی له وژل کیدو ورسته ترسره شو
د امریکا د ولسمشر دغه غبرګون په داسې حال کې لیدل کیږی ، چې په کابو یوه کال کې چې د امریکا او طالبانو ډلې دخبرواترو دپیلیدا تیریږی ، په کرتو د افغانستان امنیتی ځواک او ولس ددغې ډلې له مرګونو حملو او بمی چاودنو سره مخ شوی ، خو په دغو و حشی ډوله اقداماتو باندې په اعتراض کې له طالبانو سره دسپینې ماڼۍ خبرې اترې ونه دریدې
په د اسې شرائطو کې چې امریکا په افغانستان کې دجنګ دختمولو لپاره له طالبانوډلې سره په موافقې کې یوازې پخپلو موخو فکر کوی اوحتی له دغې ډلې سره ئې خبرې اترې پخپلو خاصو ملاحظاتو سره درولی دی ،ددغه هیواد په ولس کې دغه اندیښنه لازیاته شوې ده چې له طالبانو ډلې سره د سپینې ماڼۍ داحتمالی موافقې نتیجې د افغانستان له ملی امنیت اوګټو سره په تضاد کې دی
په همدې دلیل ده چې دافغانستان پر حکومت سربیره ، ددغه هیواد ولس او ډلې ټپلې هم غواړی،د امریکا او طالبانو ډلې هر ډول موافقه باید د کابل دحکومت له خوا تائیدشی څو په دې کې د افغانستان ملی امنیت او ګټو سره اړونده ملاحظاتو ته هم خاص پام وشی.
په دغه شان شرائطو کې دامنیت له تامینولو سره دمرستو په وړاندې دسپینې ماڼۍ په بدعهدیو او په جنګ ځپلی افغانستان کې دناکراریو په زیاتیدا د مخکینیو غبرګونونو پر تکراریدو سربیره ، له امریکاسره د امنیتی تړون د لغوه کولو لپاره د افغانستان دمشرانو جرګې بیا غوښتنه ،د ټرمپ په هغې وروستۍ فیصلې اعتراض دی ، چې له طالبانو ډلې سره ئې دسولې خبرې اترې درولی دی
د افغانستان د ولسی او مشرانو جرګو ، ولس او د دغه هیواد د حکومت له نظره ،که څه هم له طالبانو ډ لې سره د امریکا دوه اړخیزې خبرې اترې، دکابل دحکومت د استازو له شتون او ګډون پرته شوی ، خو دغه شان کړچار، له دغې ډ لې سره د هغو خبرواترولامل کیدلی شوې ،چې حتی په بین الافغانی خبرو ئې دبدلیدو احتمال هم ؤ
د سپینې ماڼۍ په حیرانونکی فرمان د طالبانو ډلې او امریکا د خبرواترو په دریدا سره ،ددې په ترڅ کې چې له افغانستانه دامریکائی پوځیانو له وتلو سره هیلې په ناامیدۍ بدلې شوی دی،ددغه هیواد حکومت لپاره هم له طالبانو سره د خبرواتروفضا،لازیاته مسدوده شوې ده،ځکه طالبان،له افغانستانه یوازې دبهرنیو عسکرو دوتلو په بڼه کې ددغه هیواد له حکومت سره خبرواترو ته حاضریږی،چې له دغې ډلې سره د سپینې ماڼۍ خبرې اترې په دې زمینې کې دمهم رول لوبونکی کیدلی شوې.

شریک یي کړئ!