برخه -څانګه : afghanistan, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۹ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کابل د پلچرخي محبس نه 171تنه بندیان آزاد شول.

د ثور د اتمې په مناسبت (چې مجاهدینو کمیونیستي انقلاب را نسکور کړ؛) د ولسمشرغني د فرمان په آساس د کابل د پلچرخي محبس نه 171 تنه بندیان آزاد شول. له محاکمو سره د توقیف خانو د اړیکو رئیس شاه میر امیرپور رسنیو ته ویلي چې د بندیانو د خلاصون دا لړۍ به ادامه ولري.


نوموړي زیاته کړي چې په یادو بندیانو کې ۵۶ تنه د هغو ۶۰۰ زندانیانو له جملې څخه وو چې څه موده وړاندي د ایران له لوري افغانستان ته سپارل شوي او د هرات محبس ته انتقال شوي وو.
د ده په وینا د ګډ حکومت مشر غني لوي څارنوالۍ ته دنده سپارلي وه ترڅو د بندیانو دوسیې وڅیړي، په تعقیب یې د ارګ له دفتره د ۱۷۱ بندیانو د خلاصون فرمان تېره ورځ د ثور د اتمي د لمانځغونډي په مناسبت صادر شو.
بلخوا د مرکزي محبس د رئیس په وینا دا مهال په پلچرخي کې څه باندي 10500 لس زره پنځه سوه اسیران موجود دي چې له جملې یې 300 تنه د ولسمشر د فرمان له مخي آزاديدونکي دي.
دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا، د یو تازه مکتوب په آساس چې له بګرامه دوی ته رسیدلی؛ وایی چې د بګرام په زندان کې يو شمير زندانيانو د ناوړه وضعيت له کبله ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور هم په ورته برخليک اخته دي.
د خلاصون لارې عالي شورا په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې په یاد مکتوب کې زندانیانو د سمو خوړو، روغتيايي اسانتياوو او جامو د نه شتون سربيره د ځينو نورو ستونزو څخه شکايتونه کړي دي.
د خلاصون لارې شورا په خبرپاڼه کې راغلي، د بګرام په (شو) نومې بلاک کې 8 تنه زندانيانو د ناوړه وضعيت له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې آتو کسانو کې د هلمند حاجي لالا، د فراه نورمحمد، د بغلان نعيم، د لوګر بسم الله، د کندهار، تورامان، د کندهار نقيب الله، د فراه نورمحمد او دوه تنه چې د وزيرستان اوسېدونکي دي (صابر او معاذالله) هم شامل دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي