برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۵ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کابل دحوزې ټولې رايې باطلې اعلان شو

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د کابل ټاکنې له سرغړونو او درغلیو ډکې بولي او اعلان يې وکړ چې د کابل حوزې د ولسي جرګې ټاکنو رايې د ټاکنو قانون پر بنسټ او پر ټاکلي وخت د مدیریت نه شتون له امله باطلې دي.


د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند علي رضا روحاني په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وويل چې دا پرېکړه د ساحوي دفتر او په کابل کې د ټاکنیزو شکایتونو مرکزي کمېسيون له هر اړخيزو څېړنو وروسته ترسره شوی ده.
نوموړي زیاته کړه چې پرون د ټاکنیزو شکایتونو کمېسيون په غونډه کې د روان کال د تلې ۲۸مې او ۲۹مې د ولسي جرګې ټاکنو د کابل ټاکنیزې حوزې د بطلان پر څرنګوالي بحث او خبرې وشوې.
نوموړي وويل: ((د ټاکنو قانون د دويمې او پنځمې مادو د دويم بند د احکامو تطبيق لپاره او د ټاکنو قانون د ۹۴یمې مادې د پنځمې فقرې له مخې، د یادو اسنادو، مدارکو او دلایلو له امله د دې پرېکړې په مستنداتو کې د کابل ولایت د ټاکنیزې حوزې د تلې ۲۸مې او ۲۹مې ولسي جرګې ټاکنې باطلې اعلان شوې.))
د هغه په وینا، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا مشر احمدشاه زمان زی، د کابل ولایت د ټاکنیزو چارو پخوانی رییس اول الرحمن رودوال، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ساحوي عملیاتو رییس زمری قلمیار، د ټاکنو خپلواک کمېسيون عملياتي مرستیال عبدالعزیز صميم او د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتي ټاکنالوجۍ رییس سید ابراهيم سادات د ناسم مدیريت، د ټاکنیزو کمېسیونونو له قوانینو، لوایحو او کړنلارو د سرغړونې او د قانوني واکونو او مکلفیتونو پر ټاکلي نېټه نه تطبيق چې د ټاکنو په بهير کې د پراخو سرغړونو او ټاکنیزو جرایمو لامل شوي له خپلو دندو ګوښه او هر یو يې د تاديب په ډول ۱۰۰زره افغانۍ نغدي جریمه کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي